په امریکا کې په پولیسو برید وشو

په امریکا کې دا ځل په پولیسو برید ناکام شو

529728
په امریکا کې په پولیسو برید وشو

د امریکا متحده ایالتونو د ماري لانډ ایالت اړوند  د بالتی مور په ښار کې  په پولیسو ناکام  وسله وال برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د بالتي مور په ښار کې یو تن  چې  په اتوماتیک ټوپک سمبال وو لومړی  په شاوخوا خلکو  او کله چې پولیس  سیمې ته راورسیدل  په پولیسو  ډزې وکړې.

په برید کې  چاته  ځاني زیان ندی اوښتی. برید کوونکی  د پولیسو لخوا د خپو  وغورځول شو.

پولیسو ویلي دي چې  یو تن وسله وال چې په   AR15 ډوله ټوپک  سمبال وو د موټر په یو تم ځای کې لومړی په شاوخوا ډزې پيل کړې خو کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل په پولیسوډزې پیل کړې.

پولیسو په متقابلو ډزو کې  برید کوونکی په سینه  وویشت  او سخت ټپي کړ چې  یوې ودانۍ ته يي پناه یوړه. پولیسو  په ودانۍ چاپه واچوله  . برید کوونکي د ټپونو له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.

د بالتي مور د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې برید کې  د برید کوونکي نه پرته  ملکي وګړو یا پولیسو ته ځاني زیان  ندی اوښتی.

د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ  د امریکا  د دالاس په ښار کې  په پولیسو خونړی برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۵ تنو ژوند ژوند  د لاسه ورکړ او ۷ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه