شمالي کوریا یو ځل بیا نړۍ ته میدان وډبو

شمالي کوریا پداسې حال کې بالستیک توغندی وازمایه چې د ناټو د مشرانو سرمشریزه دوام لري

525853
شمالي کوریا یو ځل بیا نړۍ ته میدان وډبو

شمالي کوریا یو ځل بیا  بالستیک  توغندی وازمایه.

شمالي کوریا  پداسې حال کې  بالستیک  توغندی  وازمایه  چې  د پولنډ په پلازمینه  وارسا کې  د ناټو د مشرانو سرمشریزه  دوام لري.

سویلي  کوریا  د شمالي کوریا لخوا  د بالستیک  توغندي  د ازمایلو نه خبر ورکړی دی .

د سویلي کوریا د دفاع د وزارت یو تن چارواکي  نن خالي  خبري رسنیو ته وویل چې  تر اوسه  دا لا معلومه نده چې  دا توغندی  منځ واټنه  دی او که  اوږد واټنه. هغه ویلي دي چې پدې اړه هم معلومات نلري چې توغندی  په کوم  ځای کې  لویدلی دی.

شمالي کوریا د یوې اوږدې مودې راهیسې   د تحت البحري کښتیو نه  د بالستیک توغندیو د توغولو  د سیستم  د جوړولو په لټه کې دی. دې  مسلې  د شمالي کوریا د   ګاونډيو هیوادونو  لکه  سویلي کوریا او جاپان  جدي اندیښنې پارولي دي.

سویلي کوریا او جاپان وايي چې  د تحت البحري کښتیو نه د توغول شوو توغندو تثبتول  ګران کار دی.

شمالي کوریا د امریکا  لخوا سویلي کوریا ته  د پرمختللي دفاعي سیستم  د ورکولو په خاطر  د تیاري ښودولو نه  یواځې  یوه ورځ  بالستیک توغندی وازمایه.

امریکا متحده ایالتونو تیره ورځ  وویل چمتو دی چې  د شمالي کوریا لخوا سویلي کوریا ته د مخامخو تهدیدونو پر وړاندې د مقابله کولو په خاطر    نوموړي هیواد ته  پرمختللی  دفاعي سیستم  ورکړي.



اړوند خبرونه