په امریکا کې یو ځل بیا په پولیسو وسله وال برید وشو

په امریکا کې په پولیسو پرله پسې بریدونه وشول

525849
په امریکا کې یو ځل بیا په پولیسو وسله وال برید وشو

په امریکا متحده ایالتونو کې  یو ځل بیا په پولیسو  وسله وال برید وشو.

تیره ورځ  د امریکا  د دالاس په ښار کې په پولیسو د خونړي برید نه وروسته  دا ځل  د میزوري ایالت اړوند د سانت لویس  په ښار کې  په پولیسو وسله وال برید وشو.

د سانت لویس  په ښار کې یو تن تور پوستي  د ټرافیک کنټرول پر مهال  په یو تن پولیس  ډزې وکړې او سخت يي ټپي کړ.

ټپي پولیس سمدلاسه  روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوی دی . د یاد شوي ښار د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  برید کوونکي  پولیس  په غړۍ  ویشتی دی او حالت يي باریکه دی.

برید کوونکی  د پولیسو لخوا نیول شوی او څیړنې ترینه روانې دي. پولیسو  یواځې ویلي دي چې برید کوونکی تورپوستی  دی  او دا يي ندي ویلي چې  ویلی دا برید ترسره کړی دی .

د یادولو  وړ ده چې  د روانې اوونۍ په ترڅ کې  د امریکا د پولیسو لخوا د دوو تنو تورپوستو  د وژلو نه وروسته  تیره ورځ  د نوموړي هیواد د دالاس په ښار کې  ۴ تنو تورپوستو په پولیسو خونړی برید وکړ.

د نوموړي برید په پایله کې  ۵ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي چې  د ۳ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

د تیرې ورځې  د برید کوونکو نه  ۳ تنه د پولیسو لخوا ونیول شول او یو تن  بل يي چې  مقامت ته دوام ورکولو  ووژل شو.

نیول شوو برید کوونکو  اعتراف کړی دی چې  دوی  غوښتل چې یواځې سپین پوستي پولیس ووژني. همداشان پرون  وژل شوي ټول پولیس  سپین پوستي  دي.

وژل شوی  برید کوونکی  د امریکا  د پوځ احتیاطي  سرتیری  وو چې په افغانستان کې هم دنده  ترسره کړې وه.

هغه  په کور کې د برید په خاطر کافي وسلې درلودلې.


پيوندونه: #امریکا , #پولیس , #برید

اړوند خبرونه