کاناډا په اوکراین وسلې پلوري

کاناډا په اوکراین د وسلو او نظامي تجهیزاتو پلورولو ته  چمتوالی وښود.

525901
کاناډا په اوکراین وسلې پلوري

کاناډا په اوکراین  د وسلو او نظامي تجهیزاتو پلورولو ته  چمتوالی وښود.

په کاناډا کې د اوکراین سفیر  اندري شیوچینکو  وویل چې د کاناډا سره يي  د دفاعي او سوداګرۍ په برخو کې د مهمو تړونونو لاسلیکولو ته  تیاری  نیولی دی .

هغه وویل چې  په لوی احتمال سره چې  دا تړونونه  به   د اوکراین او کاناډا د مشرانو لخوا  په پولنډ کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه تللي دي لاسلیک شي.

په کاناډا کې د اوکراین سفیر وویل په پام کې ده چې د کاناډا لومړی وزیر جاستین ترودو  راتلونکې اوونۍ کې د اوکراین نه لیدنه وکړي.

هغه وویل کیدای شي چې ځیني تړونونه  اوکراین ته د ترودو د سفر په چوکاټ کې لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه چې  په دفاعي برخو کې د تړون  د لاسلیک سره به اوکراین د کاناډا نه  وسلې  او نظامي  تجهیجزات  راونیسي. همداشان  کاناډا د اوکراین سره پدې برخو کې پوره مرستې ته چمتوالی ښودلی دی .

د اوکراین سفیر وویل چې په دفاعي برخو کې د همکارۍ تړون د دواړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو لخوا جوړ شوی دی .

سفیر  دا ونه ویل چې اوکراین به د کاناډا نه  څه ډول وسلې راونیسي.

د یادولو وړ ده چې کاناډا  ددینه وړاندې د اوکراین د پوځ سره  د طبي  توکو، عسکري جامو، بوټانو  او لوژیستیک په برخو کې وړیا مرسته کړې وه.

د کاناډا  دا ګام  به د روسیې غبرګون راوپارۍ.



اړوند خبرونه