په امریکا کې په پولیسو خونړی برید وشو
د امریکا د دالاس په ښار کې په پولیسو مرګونی برید وشو
د امریکا د دالاس په ښار کې د مظاهرې پر مهال په پولیسو خونړی برید وشو.
په پیښه کې لږ تر لږه ۴ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د دالاس د ښار د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه پولیس وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو مشر داوید براون ویلي دي چې برید د نښه ویشتونکو لخوا شوی دی . هغه ویلي دي چې نښه ویشتونکو دا برید د یوې حاکمې نقطې نه کړې ده چې له امله يي ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ. هغه ویلي دي چې د پیښې نه وروسته ډزې پيل شوې او دې پیښې د مظاهره کوونکو ژوند هم د خطر سره مخامخ کړی دی .
د بله پلوه د امریکا د دالاس د ښار پولیسو د برید کوونکو نه د یو تن عکس د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړی دی او د خلکو نه يي د مرستې غوښتنه کړې ده . پولیسو د خلکو نه د برید کوونکي د نیولو په برخه کې مرسته غوښتې ده.