په امریکا کې په پولیسو د برید مسولیت د تورپوستو یوې ډلې په غاړه واخیست

په امریکا کې په پولیسو خونړی برید وشو

525673
په امریکا کې په پولیسو د برید مسولیت د تورپوستو یوې ډلې په غاړه واخیست

په امریکا متحده ایالتونو کې په پولیسو د خونړي برید مسولیت  د تورپوستو د سیاسي ځواک ادارې په نامه  یوې ډلې په غاړه واخیست.

د یادولو وړ ده چې  په امریکا متحده ایالتونو کې  فعالیت کوونکې  یادې شوې ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې برید ددوی لخوا شوی دی او په راتلونکو ورځو کې به دیته ورته  یو زیات شمیر بریدونه  ترسره کړي.

د امریکا د دالاس په ښار کې ۴ تنو برید کوونکو  د مظاهرو پر مهال  په پولیسو خونړي بریدونه پيل کړل. پولیسو  د برید کوونکو نه  ۳ تنه ونیول او یو تن بل يي  وواژه.

پدې برید کې لږ تر لږه  ۵ تنه پولیس مړه  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه  د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ویلو ده چې  دا برید هله رامنځته شو چې  په امریکا کې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې دوه تنه تورپوستي د پولیسو لخوا ووژل شول.

نوموړې پیښې د تورپوستو سخت غبرګون وپارو. د نوموړې پیښې د غندنې په موخه  په جوړه شوې مظاهره کې  برید کوونکو په پولیسو وسله وال برید وکړ.

د برید کوونکو نه یو تن چې په سنایپر ټوپک سمبال وو د یوې ډیرې حاکمې نقطې نه يي برید وکړ. پولیسود څو ساعتونو نښتې نه وروسته  وروستی برید کوونکی هم  وواژه.په 


پيوندونه: #امریکا , #برید , #پولیس

اړوند خبرونه