د استانبول د خونړۍ پیښې په اړه نړۍوال غبرګونونه دوام لري

د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو نه  د ترکیې نه د ملاتړ پیغامونه خپاره کړي دي.

520330
د استانبول د خونړۍ پیښې په اړه نړۍوال غبرګونونه دوام لري

په استانبول کې د رامنځته شوو ترهګریزو بریدونو په اړه  غبرګونونه دوام لري.

د نړۍ  د یو زیات شمیر هیوادونو  مشرانو  دا  ضد انساني  بریدونه په کلکو ټکو وغندل  او د ترکیې د ملت  سره خواخوږي  څرګنده کړې ده .

د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو نه  د ترکیې نه د ملاتړ پیغامونه خپاره کړي دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل  د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې  رامنځته شوي ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو وغندل . مرکل په خپور کړي  پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « غواړم  د ترکیې ملت ته  یو ځل بیا ووایم چې  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ کوو  او تل  ستاسې  ترڅنګ  ولاړ یو. »

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا په خپور کړي پیغام کې  ویلي دي چې  « دا منفور برید په کلکو ټکو غندم. په ترکیه کې د رامنځته شوو پرله پسې ترهګریز بریدونو له امله ډیر خواشیني یو . »

د فرانسې لومړي وزیر مانول والس  په خپور کړي پیغام کې  ویلي دي چې هیواد يي د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې تل د ترکیې نه ملاتړ کوي.

د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رانزي د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  « د استانبول  د خونړۍ  پیښې له امله  د ترکیې د ملت سره د زړه له کومې  غمشریکي کوو. هر وخت او په هر ځای کې ترهګري  غندو . »

د سعودي عربستان  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د غمشریکۍ پیغام راستولی دی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ترهګرو یو ځل بیا خپله چټله څیره  ټولو ته  وښوده. شدت نن ورځ  نړۍ ته ستر ګواښ  مخامخ کړی  چې ټول باید په ګډه  ددې سترې بلا پر خلاف مبارزه وکړو.

امریکا  متحده ایالتونو  هم  د استانبول  خونړي  بریدونه په کلکو ټکو وغندل. سپینې ماڼۍ  برید په کلکو ټکو وغنده  او ویلي دي چې  د پرمختګونو په اړه  شیبه په شیبه ولسمشر اوباما ته  معلومات ورکول کیږي.

د امریکا د ولسي جرګې ریس پاول  ریان  په خپور کړي پیغام کې  د استانبول بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي دي چې  د دا ډول  خایینانه بریدونو په مقابل کې تل د خپل متفق هیواد ترکیې ترڅنګ  ولاړ یو.

د امریکا د کانګرس  یو زیات شمیر غړیو او د ولسمشرۍ نوماندانو د خواخوږۍ پیغامونه  خپاره کړي دي.

په امریکا کې د اپل د کمپنۍ  مشر تیم کوک  د ټولنیزې مډیا له لارې په ترکي ژبې  د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او ویلي دي چې د ترکیې د خلکو لپاره دعا کوو.

د ویلو ده چې د استانبول  د ځانمرګیو بریدونو خبر د نړۍ په مطبوعاتو کې هم پراخه انعکاس موندلی دی .

د نړۍ  اکثره  خبري رسنیو د استانبول  د خونړۍ پیښې په اړه خبر ته په لومړنۍ پاڼه کې ځای ورکړی دی. یو زیات شمیر خبري کانالونو بیا  پدې اړه ځانګړې خپرونه او ژوندۍ  خپرونې  خپرې کړي دي.

په امریکا کې  د دجیتل خپرونو ادارې  هافینګ ټون پوست د استانبول د برید له امله  د ترکیې بیرغ  او سور ګول  نه جوړه  یوه لوګو په خپرولو سره د ترکیې نه ملاتړ ښودلی دی.



اړوند خبرونه