داعش امریکا ته د ګواښونو ډکه ویدیو خپره کړه
داعش ترهګرې ډلې په امریکا کې په خپلو پلویانو د لا زیاتو بریدونو غږ وکړ
داعش ترهګرې ډلې په امریکا کې د خپلو پلویانو نه په لاس ویګاس او سن فرانسسکو په سیمو کې د بریدونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
داعش ترهګرې ډلې په خپره کړې وروستۍ ویدیو کې لنډه موده د مخه د امریکا د اورلانډو په ښار د همجنسبازانو په نایټ کلپ ترسره شوی برید ډیر زیات ستایلی او په خپلو پلویانو نه د نوموړي هیواد د لاس ویګاس او سن فرانسسکو په ښارونو کې د بریدونو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده .
په ویدیو کې ویل شوي دي لکه څرنګه چې په اورلانډو کې د همجنسبازانو په نایټ کلپ برید ترسره شو همداشان باید په لاس ویګاس او سن فرانسسکو ښارونو کې هم د همجنسبازانو په لویو غونډو او لاریونو بریدونه ترسره شي.
داعش ترهګرې ډلې په خپره کړې ویدیو کې د سن فرانسسکو د ښار تر ټولو د مشهور د ګولډن ګیټ د پل عسکونه هم خپاره کړي دي.
داعش پدې ویدیو کې په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې اوچت شۍ او کفار په خپلو کورونو کې ووژنئ .