د كلېنټن په اړه د جنسي اړيكو نوې ادعا

په داسې حال كې چې د امريكا د متحدو ايالتونو د پخواني ولسمشر بېل كلېنټن مېرمن هيلاري كلېنټن د ولسمشرۍ لپاره د ديموكرات له ګونده نومانده ده، د مېړه په اړه يې د جنسي اړيكو نوې ادعا وشوه.

519376
د كلېنټن په اړه د جنسي اړيكو نوې ادعا

 

 

په داسې حال كې چې د امريكا د متحدو ايالتونو د پخواني ولسمشر بېل كلېنټن مېرمن هيلاري كلېنټن د ولسمشرۍ لپاره د ديموكرات له ګونده نومانده ده، د مېړه په اړه يې د جنسي اړيكو نوې ادعا وشوه. داسې ګونګسي شته دى چې دا ادعا به د هيلاري كلېنټن د ولسمشرۍ كمپاين ته هم زيان ورسوي.

په سپينه ماڼۍ كې د پخواني ولسمشر بېل كلېنټن يو تن پخواني ساتونكي ګرې براين چې د مخفي سرويس غړى هم پاتې شوى دى، د كلېنټن په اړه يو كتاب ليكلى دى چې په راتلونكې اونۍ كې به خرڅلاو ته وړاندې شي.

دا كتاب چې د ``كركتر د كړكېچ`` په نامه ياديږي په كې ادعا شوې ده چې پخواني ولسمشر د خپل مرستيال د لور سره جنسي اړيكې درلودلې.

د ليكوال په اند پخواني ولسمشر بېل كلېنټن د خپلې دندې پر مهال نه يواځې د سپينې ماڼۍ د ستاژرې مانيكا لوېنسكي سره بلكې د خپل مرستيال والټر موندال د لور اېلېنور موندال سره هم `د مينې تار` درلود.

د نوموړي په وينا ولسمشر كلېنټن چې د مانيكا لوېنسكي سره د اړيكو د رسوايۍ له امله ورته سرخوږئ رامنځته شوى وو، په همدې موده كې يې د اېلېنور موندال سره هم په سپينې ماڼۍ كې اړيكې لرلې.

د كلېنټن كورنۍ تر اوسه پورې ددې ادعا په اړه د رسمي څرګندونو نه ډډه كړې ده خو د ديموكرات د ګوند د نوماندې هيلاري كلېنټن د كمپاين وياند بيا ادعا `` مصنوعي كيسه`` وبلله.

د اېلېنور موندال او بېل كلېنټن ترمېنځ د مينې د تار په اړه ګونګسي تازه نه دي خو دا لومړى ځل دى چې په دومره جديت سره مطرح كيږي.

شنونكي وايي كه چې دا ادعا ريښتيا وي نو د هيلاري كلنټن لپاره د كمپاين لپاره به سرخوږى رامنځته كړي.



اړوند خبرونه