په هالنډ کې په جومات برید وشو.
د هالنډ د دوردریخت په ښار کې یوې ۱۵ کسیزې وسله والې ډلې د ایه صوفیه په نامه په جومات برید وکړ.
په هالنډ کې په جومات برید وشو.
د هالنډ د دوردریخت په ښار کې یوې ۱۵ کسیزې وسله والې ډلې د ایه صوفیه په نامه په جومات برید وکړ.
د هالنډ د خبري رسنیو د خبر له مخې د دوردریخت په ښار کې ۱۵ کسیزې وسله والې ډلې د ترکانو اړوند د ایه صوفیه په نامه په جومات برید وکړ چې له امله يي ۲ تنه ټپیان شوي او جومات ته هم د پام وړ زیان اوښتی دی.
عیني شاهدانو ویلي برید کوونکي په موټرو کې سیمې ته راغلل او په جومات يي برید وکړ. د برید کوونکو ګڼ شمیر يي په وسلو سمبال ول . برید کوونکو د جومات د هیندارو په ماتو او په جماعت بریدونه پیل کړل.
په یاد شوي ښار کې د ترکانو د ټولنې ریس ویدات اوزدال د خبري رسنیو سره په مرکه کې برید په کلکو ټکو وغنده او ددې برید نه يي په ښکاره توګه د اسلام سره د دښمني په توګه یادونه وکړه. هغه په سیمه کې په میشتو مسلمانانو د سکونت غږ وکړ.
هغه زیاته کړه چې دا په ښکاره توګه یو پارونکی عمل دی او د برید کوونکو د نیولو دنده د هالنډ د پولیسو دنده ده .
د دوردریخت د ښار د ښاروال مرستیال د جومات نه لیدنه وکړه او په مسلمانانو نه يي د اعتدال غږ وکړ.
د بله پلوه بعضو عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي د پې کاکا ترهګرې ډلې پلویان ول.
برید کوونکي تر اوسه پورې نیول شوي ندي. دا لومړی ځل ندی چې په اروپا کې په جومات برید کیږي.
په اروپا کې د اسلام فوبیا کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده .
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.