د اسامه بن لادن تر ټولو نږدې ساتونکی د ګوانتانامو زندان نه مونتینګرو ته وسپارل شو
د القاعدې ترهګرې ډلې بڼسټ ایښودونکي او لومړني مشر اسامه بن لادن نږدې ساتونکی د ګوانتانامو زندان نه مونتینګرو ته واستول شو.
د القاعدې ترهګرې ډلې بڼسټ ایښودونکي او لومړني مشر اسامه بن لادن نږدې ساتونکی د ګوانتانامو زندان نه مونتینګرو ته واستول شو. د ویلو ده چې د اسامه بن لادن ساتونکی د ۱۴ کلونو راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې زنداني وو.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ټاکل کیدو په صورت کې به د ګوانتانامو زندان وتړي. د اوباما د ټولو هلو ځلو سره سره دا زندان اوس هم تړل شوی ندی.
د اسامه بن لادن نږدې ساتونکی عبدالملک احمد عبدالوهاب الرهبي چې د سپټمبر د ۱۱ مې د پیښې نه وروسته نیول شوی او د ګوانتانامو په زندان کې زنداني وو ۱۴ کاله وروسته مونتینګرو هیواد ته واستول شو.
ویل کیږي مونتینګرو ته د اسامه د نږدې ساتونکي د استولو مسله په اصل کې د ګوانتانامو د زندان د تړولو د پلان یوه برخه ده.
په ګوانتانامو زندان کې ۷۹ تنه زندانیان ساتل کیږي.
د امریکا د سکای نیوز د خبر له مخې د عبدالملک عبدالوهاب د اسامه بن لادن تر ټولو نږدې او شخصي ساتونکی وو چې په ۲۰۰۲ کال کې د نیول کیدو نه وروسته ګوانتانامو ته استول شوی وو.
د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۱۴ کال کې اعلان کړی وو چې د اسامه ساتونکی د امریکا لپاره کوم جدي ګواښ ندی چې د همدې امله د ګوانتانامو نه يي بل زندان ته په انتقال کې کومه مشکل شتون نلري.
امریکايي چارواکیو وروسته د مونتینګرو هیواد سره پدې اړه خبرې پيل کړې او تفاهم ته ورسیدل.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.