د عمر متين په اړه نوي او حيرانوونكي جزييات

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا د ايالت د اورلانډو په ښار كې د ه همجنسبازانو پر يو نايټ كلب باندې د بريد كوونكي افغان الاصله امريكايي په اړه نور جزييات هم خپاره شول.

516614
د عمر متين په اړه نوي او حيرانوونكي جزييات

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا د ايالت د اورلانډو په ښار كې د ه همجنسبازانو پر يو نايټ كلب باندې د بريد كوونكي افغان الاصله امريكايي په اړه نور جزييات هم خپاره شول.

دا ځل يو تن همجنسباز چې د عمر متين سره د `مينې د اړيكو` ادعا كوي، امريكايي رسنيو ته ويلي دي د عمر متين لخوا بريد د شخصي عقدې او غچ اخيستلو په پايله كې ترسره شوى دى.

د نوموړي لخوا د ۴۹ كسانو د وژل كېدو نه سمدستي وروسته داسې ګونګسي هم ول چې متين دې همجنسباز وي. داسې رپوټونه هم خپاره شول چې له مخې يې عمر متين هغه نايټ كلب ته څو څو ځله تللى هم وو.

دا شخص چې ځان د مېګوېل په نامه معرفي كوي او ادعا كوي چې د عمر متين `همجنسباز مين` وايي چې د نوموړي سره د همجنسبازانو د موندنې د يو اپليكېشن له لارې معرفي شوى وو. مېګوېل وايي چې ``متين سربداله شخص وو او د خپل جنسيت په اړه د ستونزو سره مخامخ وو. متين معمولاً نشه وو چې په نايټ كلب كې به د لاتيني همجنسبازانو پسې ګرځېدلو.``

د مېګويل په وينا عمر متين پخوا د پورتوريكو له هېواده د دوو تنو همجنسبازانو سره جنسي اړيكې هم لرلې چې يو يې د اېډس په ويروس اخته وو. عمر متين د ايچ آى وي په ويرو س د اخته كېدو له وېرې لابراتوراي معاينات هم كړي ول چې ځواب يې منفي وو. ددې سره سره د پورتو ريكو د همجنسبازانو سره يې عقده اخيستې وه او د مېګوېل ته يې ويلي ول چې ژر تر ژره به هغه څه وكړي چې دوى يې په سزا ورسيږي.

د مېګوېل په نامه د شخص د هويت د پټ ساتلو په موخه اصلي څېره يې پټه ساتل شوې ده او غږ ته يې هم بدلون وكړل شوى دى.

ددې سره سره تر اوسه پورې د عمر متين لخوا پر نايټ كلب باندې د بريد اصلي انګېزه نه ده څرګنده شوې.



اړوند خبرونه