په اروپا کې د داعش ترهګرې ډلې پلان شنډ شو
په اروپا کې د داعش ترهګرې ډلې د خونړي برید پلان شنډ شو
بلجیم په هیواد کې ۱۲ تنه د داعش غړي چې د اروپا د فوټبال د اتلولیو د سیالیو پر مهال يي د ستر خونړیز برید پلان درلود ونیول .
په بلجیم کې پرون او نن په ترسره شوو عملیاتو کې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې په ۴۰ جلا جلا سیمو چاپې واچول شوې. د نوموړو عملیاتو په لړ کې ۴۰ تنه د پولیسو لخوا وڅیړل شول.
همداشان د نوموړو څیړونو نه وروسته ۱۲ تنه چې د ستر خونړیز برید پلان يي درلود ونیول شول. د بلجیم رسمي مقاماتو د نیول شوو کسانو د هویت او ورسره د نیول شوو اسناد او شواهدو په اړه څه ندي ویلي.
د بلجیم یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې په عملیاتو کې چاودیدنکي توکي یا وسلې ندي موندل شوي.
د بلجیم خبري رسنیو ویلي دي چې نیول شوو کسانو د بلجیم او ایرلنډ د هیوادونو د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځه د سیالۍ پر مهال د خونړیزو بریدونو پلان درلود.
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د روان کال د مارچ په ۲۲ مه نیټه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د زوانتم په هوايي ډګر او د میترو په تم ځای کې د بمي بریدونو او چاودنوو سره لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل .
پدې برید کې په سلګونو تنه ټپیان شوي وو.
همداشان امریکا او انګلستان په اروپا کې د داعش لخوا د بریدونو د پلان په اړه خبرداری ورکړی وو. د امریکا د استخاراتو مشر تیره ورځ خبرداری ورکړ چې داعش په لویديځ کې په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راوستی دی.