امریکايي جګپوړو ډیپلوماټانو د اوباما نه په سوریې د عسکري مداخلې غوښتنه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د بهرنیو چارو وزارت د ۵۱ تنو ډیپلوماټانو لخوا په سوریه کې د اسد په ځواکونو د نظامي مداخلې په خاطر ولسمشر باراک اوباما ته د استولي لیک ځواب ووایه.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د بهرنیو چارو وزارت د ۵۱ تنو ډیپلوماټانو لخوا په سوریه کې د اسد په ځواکونو د نظامي مداخلې په خاطر ولسمشر باراک اوباما ته د استولي لیک ځواب ووایه.
د سپینې ماڼۍ د ویاندانو نه جینفر فریدمن وویل چې ولسمشر اوباما د ډیپلوماټانو د لیک هر کلی کړی خو د سوریې په اړه د امریکا د حکومت په دریځ کې کوم بدلون ندی راغلی. ویاند ویلي دي چې ولسمشر اوباما پدې باور دی چې د جګړې له لارې د سوریې د ستونزې حل ناممکنه خبره ده .
د سپینې ماڼۍ ویاند فریدمن چې حکومت د سوریې د مسلې د حل په اړه نوو فکرونو او وړاندیزونو ته ځانګړې اهمیت ورکوي. ولسمشر اوباما د یادو شوو ډیپلوماټانو د لیک نه هر کلی کوي .
هغه وویل ولسمشر اوباما ویلي دي چې پدې وړاندیز به غور وکړي چې د سوریې په اړه د امریکا په سیاستونو او دریځ کې کوم بدلون ندی راغلی.
د یادولو وړ ده چې لنډه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ۵۱ تنو ډیپلوماټانو چې د حکومت د سلاکارانو په توګه هم دنده لري د سوریې په اړه د اوباما په سیاستونو نیوکه وکړه او هغه ته يي په ګډه لیک واستوه. په لیک کې د سوریې په اړه د اوباما په سیاستونو سخته نیوکه شوې ده او ویلي دي چې د سوریې په اړه د امریکا سیاستونو سوري مخالفین ډیر زیات ضعیفه کړي دي. په لیک کې ویل شوي دي چې اسد د روغې جوړې نیت نلري چې د همدې امله امریکا باید هغه ته لا زیات زور وښايي.
په لیک کې د ولسمشر اوباما د اسد د رژیم د رنګولو په خاطر په سوریې د عسکري مداخلې او د اسد د رژیم په ځواکونو د مخامخو بریدونو د پيلولو غوښتنه وکړه.
د اوباما ویاند ویلي دي چې امریکايي ډیپلوماټان په ډیرو سختو شرایطو کې وظیفه اجرا کوي ، لا په ښه توګه د دندې د اجرا کولو په خاطر وخت ناوخته خپل نظریات او وړاندیزونه زمونږ سره شریکوي.