خبردارى: داعش خپله كړنلاره بدله كړې ده.

داعش د كډوالو په جامه كې لويديځ ته جنګيالي ليږي.

512593
خبردارى: داعش خپله كړنلاره بدله كړې ده.

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو د ادارې ريس وويل چې داعش اوس هم د نړۍ په سطحه د بريدونو وړتيا لري. د چريكي جنګ په واسطه كولاى شي چې د عراق او سوريې پرته په نورو هېوادونو كې هم بريدونه وكړي.

ددې ادارې مشر جان برېنان چې د سنا د مجلس د استخباراتو د كميسيون غړو ته معلومات وركول وويل چې هېواد يې  د داعش د لوړپوړو چارواكو په نښه كولو ته دوام وركوي خو ددې سره سره اوس هم دومره قابليت لري چې په نورو هېوادونو باندې چريكي بريدونه وكړي.

د نوموړي په وينا د داعش تاكتيك بدل شوى دى. په عراق او سوريه كې د كنترول لاندې خاورې د لاسه وركولو سره اوس غواړي چې په نړيوال سطحه داسې بريدونه وكړي چې د نړۍ په اجندا كې خپل موجوديت حفظ كړي. برېنان وايي چې `` د داعش يو زيات شمېر جنګيالي لويديځ ته راغلي دي. په سيمه كې ددې ډلې احتمالي جنګيالي بلل كيږي. دا جنګيالي لويديځو هېوادونو ته د كډوالو په څېره كې تللي دي او يا هم د قاچاقي لارو په واسطه يې ځانونه لويديځ ته رسولي دي.

د بله پلوه برېنان دا هم وويل چې په فلورېډا كې پر نايټ كلب د بريد كوونكي عمر متين او داعش ترمېنځ مستقيمه اړيكه نشته دى. د نوموړي په وينا `` تر اوسه پورې داسې معلومات په لاس كې نه لري چې ترهګر دې په مستقيمه توګه كومې بهرنۍ ترهګرې ډلې سره  اړيكې ولري.``



اړوند خبرونه