په بنګله دېش كې د اسلامپالو پر وړاندې پراخه عمليات
ددې وژنو يوه برخه داعش او القاعدې د ترهګرو ډلو منسوبينو او هوادانو ترسره كړې وه.
509186
په بنګله دېش كې د ۲۰۱۳م كال راهيسې د انفرادي بريدونو د مخنيوي په موخه پوليسو پراخه عمليات پيل كړل.
امنيتي ځواكونو په ټول هېواد كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې ۳ زره ۱۵۵ تنه نيولي دي. د نيول شوو كسانو ترمېنځ ۳۷ تنه يې د بنګله دېش د مجاهدينو د جبهې غړيتوب لري چې پر فعاليت يې بنديز لګول شوى دى. د عملياتو پر مهال د پوليسو سره په نښتو كې ۵ تنه هم ووژل شول.
په بنګله دېش كې په تېرو دريو كلونو كې د سيكولرو ليكوالو، استادانو، بهرنيانو او ديني لږه كيو د مشرانو په ګډون شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي دي.
ددې وژنو يوه برخه داعش او القاعدې د ترهګرو ډلو منسوبينو او هوادانو ترسره كړې وه.