د همجسبازانو پر نايټ كلب د شكمن بريدګر افغان دى

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا د ايالت د اورلانډو په ښار كې د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې شكمن بريد كوونكى افغاني الاصله امريكايى دى.

509416
د همجسبازانو پر نايټ كلب د شكمن بريدګر افغان دى

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا د ايالت د اورلانډو په ښار كې د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې شكمن بريد كوونكى افغاني الاصله امريكايى دى.

د تېرې شپې په بريد كې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۵۳ تنو زيات ټپيان دي.

پوليس وايي چې بريدګر نور كسان له ځانه سره برمته كړي ول چې وروسته د پوليسو په ډزو كې ووژل شو.

شكمن بريدګر عمر متين نومېده او د افغانستان اصلي اوسېدونكى وو.

د بريد پر مهال په نايټ كلب كې تر ۱۰۰ تنو زياتو كسانو مېله كوله.



اړوند خبرونه