د محمد علي د جنازې لمونځ د نړۍ د مشرانو په ګډون ادا شو
د محمد علي د جنازې لمونځ پرون د نړۍ د مشرانو او د هغه د زرګونو تنو مینه والو په ګډون ادا شو او جنازه به يي نن خاورو ته وسپارل شي
د سوک وهنې د نړۍوال اتل محمد علي د جنازې لمونځ چې د جون په دریمه نیټه يي ژوند د لاسه ورکړی وو پرون د نړۍ د ځینو هیوادونو د مشرانو په ګډون ادا شو. د محمد علي جنازه به نن د جمعې ورځ د جون لسمه نیټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي.
د محمد علي د جنازې په لمانځه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اردن پاچا دویم عبدالله او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سربیره د یو زیات شمیر هیوادونو استازو ګډون کړی وو.
د محمد علي د جنازې لمونځ د هغه څیر وروسته د اسلام په مبارک دین مشرف شوي په امریکا کې د مسلمانانو مشر په امامت ادا شوه.
د محمد علي د جنازې لپاره نن هم د وروستي ځل لپاره مراسم جوړوي او وروسته به د لویزویل د سیمې د کیف هیل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې د نړۍ نامتو سوک وهونکي محمد علي چې درې ځله يي د سوک وهنې په برخه کې نړۍواله اتلولي ګټلې ده د تنفسي سیستم د ناورغۍ له امله د جون په دریمه نیټه د ۷۴ کلونو په عمر ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.