په امریکا کې سیلاونو ۵ تنه سرتیري مړه او ۴ تنه نور لا درکه کړي دي
د امریکا د تکساس په ایالت کې سیلاونو ۵ تنه سرتیري ووژل
د امریکا متحده ایالتونو د تکساس په ایالت کې د راوتلو سیلاونو په پایله کې ۵ تنه سرتیري مړه او ۴ تنه نور لادرکه شوي دي.
په تکساس ایالت کې یو عسکري موټر چې د یوې درې نه د تیریدو په حال کې وو د سیلاو له امله چپه شوه . پدې پيښه کې ۵ تنه امریکايي سرتیري مړه او ۴ تنه نور لادرکه شوي دي.
د پیښې نه وروسته په سیمه کې د پلټنې چارې پیل شوي دي. په پیښه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
د امریکا د تکساس په ایالت کې شدیدو بارانونو په پایله کې سیلاونه راوتلي دي.
د تکساس د فورت هود د عسکري هډې ویاند جان میلر خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددوی اړوند یو عسکري موټر د درې نه د تیریدو پر مهال سیلابونو چپه کړ. په پیښه کې ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور لادرکه شوي دي.
هغه ویلي چې د لا درکه شوو سرتیرو د موندولو په خاطر پلټنې دوام لري.
همداشان د تکساس د ایالت والي ګریګ ابوت خبري رسنیو ته ویلي دي چې تکساس ایالت کې د ډیر شدیدو بارانونو د اورښت او راوتلو سیلاونو په پایله کې ۳۱ ولسوالۍ د ناورین د سیمو په توګه اعلان شوي دي.