په مدیترانه کې ۷۰۰ تنه کډوالو ژوند د لاسه ورکړ
په مدیترانه سمندر کې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې نږدې ۷۰۰ تنه ناقانونو کډوالو ژوند لاسه ورکړی دی.
په مدیترانه کې د کډوالو د دریو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې نږدې ۷۰۰ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د ایټالیا د سواحلو امنیتي ځواکونو د ۶۵ تنو کډوالو مړي د اوبو نه راویستي دي. د بله پلوه نړۍوالو سازمانونو په تیره یوه اوونۍ کې د ۷۰۰ تنو کډوالو د مړینې نه خبر ورکوي.
په خبر کې راغلي دي چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې ۳ کښتۍ په مدیترانه سمندر کې ډوبې شوي دي چې نوموړو دریو کښتیو نه ډیر کم کسان ژوغورل شوي دي.
په مدیترانه کې د ډوبو شوو کښتیو نوي تصویرونه خپاره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ناقانونه کډوالو یوه ډیر لویه کښتۍ چې ۶۷۰ تنه پکې سپاره ول په سمندر کې ډوبه شوه. د ژغورنې ډلو یواځې ۱۰۴ تنه ژوندي ژغورلي او د ۱۵ تنو مړي د اوبو نه راویستي دي. پدې پیښه کې ۵۵۰ تنه لا درکه شوي دي چې په لوی احتمال سره په اوبو کې ډوب شوي وي.
همداشان ددې پیښې په سبا د جمعې په ورځ هم د کډوالو یوه بله کښتۍ ډوبه شوه چې یواځې د ۴۵ تنو مړي يي موندل شوي دي.
د بله پلوه د کډوال د نړۍوال سازمان ویاند ویلي دي چې په مدیترانه کې د د کښتۍ د ډوبیدو له امله وژل شوي کډوال د سومالیا، اریتره او سوډان وګړي.
د یادولو وړ ده چې د سومالیا نه هره ورځ په سلګونو تنه د الشباب ترهګرې ډلې د بریدونو له ویرې د ناقانونو لارو څخه اروپا ته د سفر کولو په خاطر هیواد پریږدي. همداشان نور افریقايي هیوادونه هم د امنیتي ستونزو سربیره د یوې مړۍ ډوډوۍ د پیدا کولو په خاطر نورو هیوادونو ته د تلو هڅه کوي.