په هالنډ کې خالي زندانونه د کډوالو په مرکزونو بدل شوي دي

په هالنډ کې د جرایمو د کچې  د راټیټیدو له امله  ډیری  زندانونه  خالي شوي  او د حکومت لخوا  تړل شوي وو.

500558
په هالنډ کې خالي زندانونه د کډوالو په مرکزونو بدل شوي دي

په هالنډ کې د جرایمو د کچې  د راټیټیدو له امله  ډیری  زندانونه  خالي شوي  او د حکومت لخوا  تړل شوي وو.

د هالنډ حکومت  هغه  زندانونه چې  د زندانیانو د نشتوالي له امله تړلي وو  د کډوالو په مرکزونو بدل کړل.

هالنډ هیواد  اوس پدې زندانونو کې  د اوسیدو په خاطر کډوال ځای په ځای کوي.

هالڼډ  د کډوالو  د سرپناه  ستونزه  د تش زندانانو نه  په استفادې سره  حل کړې ده .

په هالنډ کې د جرایمو د کچې د راټیټیدو سره  په لسګونو زندانونه  خالي شوي او د حکومت لخوا تړل شوي وو.

د هالنډ د کډوالو ادارې  پدې وروستیو کې نوموړي هیواد ته د تللو کډوالو د پاتې کیدو او د سرپناه  د ستونزې د حل په خاطر  د حکومت نه  د نوموړو خالي زندانونو  غوښتنه وکړه. حکومت  دا زندانونه د کډوالو ادارې په اختیار کې وکړل.

د یادولو وړ ده چې  یواځې تیر کال  ۵۰ زره تنه کډوال هالنډ ته تللي دي.

د اسوشیتید پرس  خبري اژانس د منځني ختیځ د چارو مسول  د نوموړي زندان نه  د عسکونو په اخیستو قادر شوي دي. نوموړو ویلي دي چې  د عسکونو د اخیستو په خاطر یي اجازه په ۶ میاشتو کې ترلاسه کړې ده .



اړوند خبرونه