د سویډن ولسي جرګې د ناټو د سازمان سره لاسلیک شوی تړون تصویب کړ
د سویډن ولسي جرګې د حکومت او ناټو ترمنځه لاسلیک شوی د دفاعي همکاریو تړون تصویب کړ
498086
سویډن ولسي جرګې د حکومت لخوا د ناټو سره لاسلیک کړی د دفاعي همکاریو تړون تصویب کړ.
د نوموړي تړون له مخې ددینه وروسته د ناټو عسکري ځواکونه په سویډن کې د ځای په ځای کیدو اجازه ترلاسه کوي.
همداشان دا تړون د ناټو د ځواکونو سره د حکومت د مرستې او ملاتړ سرحدونه هم ټاکي.
ددې تړون له مخې ناټو سازمان کولی شي چې ددینه وروسته د سویډن د پولو په منځ کې جنګي چورلکې، جنګي الوتکې او جنګي بیړۍ ځای په ځای کړي. همداشان سویډن به د ناټو جنګي بیړیو نقلیاتو ته هم اجازه ورکوي.
د نوموړي تړون تر ټولو مهمه ماده بیا ناټو نشي کولی چې د سویډن د پولو په منځ کې اټومي وسلې ځای په ځای کړي . همداشان په تړون کې په ټینګار ویل شي دي چې د ناټو ځواکونه، وسلې او مهمات یواځې او یواځې د سويډن د حکومت د بلنې په اساس پدې هیواد کې ځای په ځای کیدی شي.