روسیه : که چیرې سویډن د ناټو غړیتوب واخلي دوی به هم متقابل ګامونه پورته کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ً که چیرې سویډن د ناټو د سازمان غړیتوب واخلي  روسیه به په حرکت پیل وکړي . ً

481029
روسیه : که چیرې سویډن د ناټو غړیتوب واخلي دوی به هم متقابل ګامونه پورته کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف  دا څرګندونې  د سویډن د ډاګنس نییهتر ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې.

لاوروف ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې سویډن پدې وروستیو کې د ناټو سازمان سره  ډیر زیات قوي ارتباطات ټینګ کړي دي . هغه وویل که چیرې  سویډن  د ناټو په سازمان کې  داخل شي  روسیه به هم  په متقابل اقدام لاس پورې کړي. هغه  د ورځپاڼې د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه به څه ډول اقدام  وکړي؟ وویل ! دا پریکړه به پوځ او د پوځ  قومندانان وکړي.

هغه  وویل  ً مونږ پدې پوره باور لرو که چیرې سویډن د ناټو سازمان غړیتوب هم  واخلي  د سویډن خلک  هیڅوخت په روسیې برید نکوي. خو دا چې  د سویډن عسکري بڼسټ  او ساختارونه  د ناټو د قومندانۍ  تابع کیږي او جدي تغیرات رامنځته کیږي  روسیه هم  مجبوره ده چې په شمالي سرحداتو کې  قوي  او جدي عسکري او تخنیکي  تدابیر ونیسي.

هغه وویل  روسیه  ځکه  مجبوره ده چې  د پولې نه هغه لورې  ته  ورته  مقابل  بلاک  چې روسیې ته د تهدید په سترګه ګوري  په شتوالي  سترګې پټولی نشي. هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه به څه ډول  تدابیر ونیسي ؟ وویل ، دا زما  مسولیت او دنده  نده  چې  څه ډول تدابیر باید ونیول شي. د تدابیرو په اړه پریکړه به پوځ، د دفاع وزارت او ستر درستیز  کوي. دا د هغوې دنده ده.

د یادولو وړ ده چې د سویډن حکومت  ګام په ګام  د ناټو پر لورې  روان دی.

د سویډن حکومت  د ناټو د سازمان لخوا ددوی د هوایي حریم  د استفادې په خاطر اجازه نامې موده د ۶ نورو میاشتو لپاره  وغځوله. ددې پریکړې سره  د ناټو د سازمان الوتکې کولی شي چې د ۶ نورو میاشتو لپاره هم  د سویډن د هوايي حریم نه استفاده وکړي. سویډن ددینه وړاندې  یواځې د یوې یوې میاشتې لپاره به دا اجازه نامه  غځوله  چې دا ځل يي د شپږو میاشتو لپاره وغځوله.

روسیه  ددې اقدام نه  د سویډن او ناټو سازمان  د لا زیات نږدې کیدو  په توګه یادونه کوي.

 

 

 

 


پيوندونه: #روسیه , #سویډن , #ناټو

اړوند خبرونه