د امریکا د دفاع وزیر د پې کاکا ترهګریز سازمان اړوند اعتراف وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارټر دا ومنل چې په سوریه کې د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې د پې کاکا ترهګرې ډلې سره قوي اړیکې او تړاو لري.
پداسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزارت پدې خبرې اعتراف وکړ خو د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پې کاکا سازمان ددوی لپاره یو ترهګریز سازمان دی خو په سوریه کې د وای پي جې ډله نده.
د امریکا د دفاع وزیر کارټر د مشرانو مجلس د وسله والو خدماتو کمیټې پوښتنې ځواب کړې. کارټر د مشرانو د مجلس د یو تن سناتور لیندسي ګراهام ددې پوښتنې په ځواب کې چې راپورونه وايي چې په سوریه کې د پې وای ډي او وای پي جي ډلې د پې کاکا ترهګرې ډلې سره قوي اړیکې لري . ایا تاسې دا خبره منۍ؟ د هو ځواب ورکړ.
امریکايي سناتور د کارټر د هو د ځواب په مقابل کې وویل چې پې کاکا ډله د ترکیې لپاره یو ترهګریز سازمان دی. کارټر د سناتور په ځواب کې وویل چې پې کاکا سازمان یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې د امریکا لپاره هم ترهګریز سازمان دی.
امریکايي سناتور د دفاع وزیر ته وویل چې ً ایا د امریکا لخوا په سوریه کې وای پي جي ډله په وسلو د سمبالولو مسله چې ترکیه هم د همدې امله په امریکا نیوکه کوي او په قهر ده ستاسې لپاره د حیرانتیا وړ خبره ده ؟ کارټر وویل چې نه . هغه وویل چې د ترکیې سره په هراړخیزه توګه او د قوي سلامشورو او تماس په حال کې دي.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جون کیبري خبري غونډې ته وویل چې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي په اړه د واشنګټن په دریځ کې کوم بدلون ندی راغلی.
هغه یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا پې کاکا سازمان ته د یو بهرني تروریستي سازمان په توګه ګوري خو پي واي ډي او وای بي جي ته نه .
هغه زیاته کړه چې هیواد به يي د داعش پر خلاف د مبارزې لپاره د ټولو مبارزه کوونکو ډلو سره مرستې ته دوام کړي. امریکا یواځې د پی واي ډي ډلې سره مرستې نه کوي د نورو ډلو سره يي هم کوي.