د كاناډا مسلمانان اندېښمن دي.

په كاناډا كې د يوې نوې نظر پوښتنې پايلې ښايي چې كه څه هم په هېواد كې مېشت مسلمانان د ټولنې سره پوره مطابقت لري خو د توكمپالنې له امله اندېښنه لري.

480199
د كاناډا مسلمانان اندېښمن دي.

 

په كاناډا كې د يوې نوې نظر پوښتنې پايلې ښايي چې كه څه هم په هېواد كې مېشت مسلمانان د ټولنې سره پوره مطابقت لري خو د توكمپالنې له امله اندېښنه لري. دا نظر پوښتنه كې چې په ټول هېواد كې د يو شمېر مسلمانانو سره ترسره شوې ده، ښايي چې په تېرو ۵ كلونو كې ديني، كلتوري او نژادي تبعيض سره مخامخ شوي دي.

دا نظر پوښتنه چې `` په كاناډا كې مسلمانان – ۲۰۱۶ `` تر نامه لاندې ترسره شوې ده په كې د ۶۰۰ مسلمانانو سره مخامخ خبرې شوي دي. ددې له مخې د مسلمانانو ۸۳ سلنه په خپل كاناډايي هويت وياړي.

د نظر پوښتنې له مخې ځوان مسلمانان د خپلو والدينو په پرتله د ديندارۍ كې تكړه دي او اسلامي هويت ته ځانګړى اهميت وركوي. د نظر پوښتنې د ښځينه ګډونوالو ۶۱ سلنې لپاره يې د اسلامي قوانينو مراعتول ځانګړى اهميت لري. همداراز په تېرو پينځو كلونو كې د مسلمانانو ۴۸ سلنه په اونۍ كې لږ تر لږه يو ځل ديني مركزونو او مسجدونو ته ځي. د مسلمانو ښځو ترمېنځ د حجاب د  اغوستلو كچه ۴۸ سلنه ده.

د نظر پوښتنې د ګډونوالو ۷۰ سلنه بيا په دې اند ده چې په رسنيو كې د مسلمانانو او اسلام انعكاس د  اندېښنې وړ دى.



اړوند خبرونه