په امریکا کې په دوو جلا جلا پیښو ۱۴ تنه ووژل شول

په امریکا متحده ایالتونو کې په دوو جلا جلا وسله وال پیښو کې  لږ  تر لږه  ۱۴ تنه  ووژل شول.

476794
په امریکا کې په دوو جلا جلا پیښو ۱۴ تنه ووژل شول

 

د امریکا متحده ایالتونو د اوهایو په ایالت کې  وسله وال یا وسله والو کسانو په یو کلي کې ۸ تنه  په بې رحمۍ سره  وژلي چې  ۷ تنه يي د یوې کورنۍ غړي دي.

د امریکا د اوهایو د ایالت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۲ مه نیټه  په اوهایو ایالت کې  د ۸ تنو مړي په ۴ جلا جلا سیمو کې  وموندل شول.

د  نوموړو ۸ تنو نه  ۲ تنه يی ماشومان  دي. همداشان  د پیښې د قربانیانو نه  ۷ تنه د یوې کورنۍ غړي.

د بله پلوه  د اوهایو  د پیښې نه لنډه موده  وړاندې  د جورجیا  په سیمه کې هم  د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شو.

د اوهایو د پولیسو ویاند ویلي دي چې  د پیښې د قربانیانو نه  دوه تنه ماشومان  دي چې یو تن يي د ۴ ورځو  وو او بل يي د ۶ میاشتو دی.

ویاند  ویلي دي چې د نوموړې پیښې په  تړاو تر اوسه پورې  څوک  نیول شوي ندي. همداشان  دا هم  معلومه نده چې  برید  د یو او که د یو نه د ډیرو  برید کوونکو لخوا شوی دی . هغه ویلي دي چې  د پیښې په اړه  څیړنې دوام لري.

د بله پلوه  د اوهایو ایالت  څارنوال ویلي دي چې  نوموړي کسان په ډیره بې رحمانه توګه وژل شوي دي. ځیني قربانیان په سر ویشتل شوي دي .

هغه ویلي دي چې لومړنیو تحقیقات  دا ښايي چې  دا پیښه  کوم انتحار  ندی  بلکې  جنایت  دی.

ځکه چې  ډیری  قربانیان  په خوب کې  وژل شوي دي. څارنوال  ویلي دي چې  د لومړني او څلورم  جنایت ترمنځه  ۵۰ کیلومتره  واټن  شتون لري.

یعنې  ۴ جنایت د لومړني جنایت په ۵ کیلومترۍ کې شوی دی .

پیښه د اوهایو ایالت  د پایک  کونټري  په سیمه کې  رامنځته شوې ده . د بله پلوه سیمه ایزو خبري رسنیو ویلي دي چې د نوموړې پیښې له امله په سیمه کې ابتدايي ښوونځي رخصت شوي دي.

د بله پلوه  د امریکا د شمالي جورجیا په ایالت کې  په دوو جلا جلا پیښو کې  د ۶ تنو د وژل کیدو نه هم  خبر ورکړ شوی دی. دا پیښه د اوهایو د پیښې نه لنډه موده د مخه رامنځته شوې وه.

سیمه ایزو رسنیو ویلي ګمان کیږي چې دا پیښه د کورنیو شخړو په پایله کې رامنځته شوي وي.



اړوند خبرونه