د جرمني د نامتو کومیډین بوهمیرمن پر خلاف ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي له امله څيړنې پیل شوې

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل چې د کومیډین یان بوهمیرمن پر خلاف چې په یو شعر کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته سپکاوی کړی وو تحقیقات پیلیږي.

471713
د جرمني د نامتو کومیډین بوهمیرمن پر خلاف ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي له امله څيړنې پیل شوې

د الماني کومیډین بوهمیرمن به د نوموړي شعر له امله څیړنې وشي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ په ۳۱ نیټه د جرمني د ZDF تلویزیون په یو خپرونه کې د کومیډین یان بوهمیرمن لخوا هغه ته د سپکاوي ډک یو شعر په لوستولو سره د جان بوهمیرمن پر خلاف رسمآ شکایت وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د مسلې اړوند د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته د نوموړي کومیډین د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه.

د جرمني د ماینز د ښار څارنوالۍ ویلي دي چې د کومیډین بوهمیرمن لخوا ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي له امله د هغه پر خلاف شل تنو اقامه د دعوا کړې ده .

څارنوالۍ د جرمني د جزا قانون د ۱۰۳ مې مادې په اساس د بهرني هیواد جګپوړي چارواکي ته د سپکاوي له امله د جان بوهمیرمن پر خلاف څیړنې پیل کړې وې.

د ZDF تلویزیون د مسلې په اړه د حقوقي څیړونو د پيلیدو نه وروسته وویل چې دا شعر د هیواد په اساسي قانون کې د معافیت په چوکاټ کې قرار لري.

همداشان د جرمني لومړۍ وزیرې مرکل ویلي دي چې د اپریل په ۲۳مه نیټه به د اروپايي ټولنې د استازو سره په ګډه د ترکیې د غازي انتپ ولایت نه لیدنه وکړي.

د جرمني د حکومت د ویاند څرګندونو له مخې د مرکل سره به پدې سفر کې د اروپا د شورا ریس دونالد توسک او د اروپا د کمیسیون مرستیال ملګرتیا وکړي.



اړوند خبرونه