روسي جنګي چورلکه راوغورځیده

په سوریه کې روسي جنګي چورلکې سقوط وکړ

469379
روسي جنګي چورلکه راوغورځیده

د روسیې جنګي چورلکې سقوط وکړ.

د روسیې د پوځ اړوند جنګي چورلکې په سوریه کې راوغورځیده. په پیښه کې د دوو تنو پیلوټانو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

د روسیې د دفاع وزارت د سوریې د حمص ښار په مربوطاتو کې د خپلې عسکري چورلکې د غورځیدو نه خبر ورکړی دی .

د روسیې د دفاع د وزارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې دا چورلکه د عملیاتو پر مهال غورځیدلې او دوو تنو پیلوټانو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په څرګندونو کې راغلي دي چې الوتکه د چا لخوا ویشتل شوې نده . د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د پیښې د لامل په اړه څيړنې پیل شوي دي.

د بله پلوه د روسیې ستر درستیزوالۍ د عمومي عملیاتو د ادارې ریس سرګي رودوسکي د سوریې د حلب د ښار اړوند نوې ادعا کړې ده .

هغه ویلي دي چې د القاعدې څانګې النصرا جبهې د سوریې د دویم لوی ښار حلب د نیولو په خاطر د لسو زرو تنو جنګیالیو سره یاد شوی ښار محاصره کړې دی.

دا ادعا د بلې کومې خپلواکۍ سرچینې لخوا نده تایید شوې .



اړوند خبرونه