اروپا ته د اردوغان خبردارى

ولسمشر رجب طيب اردوغان د كډوالو په اړه د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون نه د اروپايي ټولنې د هېوادونو د سرغړونې د احتمال له اړه خبردارى وركړ.

466443
اروپا ته د اردوغان خبردارى


ولسمشر رجب طيب اردوغان د كډوالو په اړه د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون نه د اروپايي ټولنې د هېوادونو د سرغړونې د احتمال له اړه خبردارى وركړ.

اردوغان وويل چې كه چېرې اروپايي ټولنه د تړون په اساس خپل مسووليت ادا نه كړي د مارچ په ۱۸ نېټه لاسليك شوى تړون به تركيه هم وځنډوي.

اردوغان وويل چې `` اروپايي ټولنه بايد خپله دنده اجرا كړي. كه چېرې داسې ونشي نو د تركيې د پارلمان د تاييد سره سره به د تړون دا تړون د تصويب لپاره لاسيك نه كړم. دا ځكه چې هر څه بايد د مطابقت په اساس ترسره شي.``

اردوغان وويل چې د `` د مارچ د ۱۸مې نېټې د تړون تر ټولو مهمه موخه دا ده چې د اژې په بحيره كې د ناقانونه كډوالو له خطره د ډك بهير مخه ونيول شي. ددې تړون په اساس د هر غير قانوني كډوال په بدل كې بايد اروپا يو قانوني كډوال په خپلو هېوادونو كې ومني.``

دا بهير به تر ۷۲ زره كډوالو د رسېدلو پورې همداسې دوام وكړي. وروسته به يو ځل بيا تركيه او اروپايي ټولنې د خبرو اترو د مېز تر شا كيني.

همداراز ټولنه بايد په تركيه كې د سوري كډوالو د لګښتونو لپاره ۶ ميليارده يورو مرسته هم وكړي.

د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون په اساس له اروپا نه د كډوالو لومړنۍ قافله د تېرې دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۴مه نېټه تركيې ته راوړل شوه. ټاكل شوې وه چې دويمه قافله به هم له يونانه تركيې ته راشي خو د كډوالو د مخالفت له امله ځنډېدلې ده.



اړوند خبرونه