ناټو د اسلامي ايتلاف سره مرستې تيار دى.
د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ د اتلانتيك د شورا په غونډه كې څرګنده كړه چې ناټو به په سوريه كې په مستقيه توګه جګړه كې ګډون ونكړي او ددې پر ځاى به د نړيوال ايتلاف د ځواكونو سره مرسته وكړي.
د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ د اتلانتيك د شورا په غونډه كې څرګنده كړه چې ناټو به په سوريه كې په مستقيه توګه جګړه كې ګډون ونكړي او ددې پر ځاى به د نړيوال ايتلاف د ځواكونو سره مرسته وكړي.
سټولټنبرګ زياته كړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرې پر وړاندې د اسلامي ايتلاف سره هم مرستې ته تيار دي. د اسلامي ايتلاف ۳۴ غړو هېوادونو د ۲۱۰۵م كال د دسمبر په مياشت كې په رياض كې غونډه كړې وه.
د سعودي عربستان د دفاع د وزير د څرګندونو په اساس پدې ايتلاف كې ۳۴ مسلمان هېوادونه ګډون لري چې موخه يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده.
د ناټو سرمنشي د داعش سره د مبارزې په موخه د سيمه ايزو ځواكونو په روزنې باندې هم تينګار وكړ او زياته يې كړه چې `` د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د سيمه ايز ظرفيت لوړل، د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تر ټولو اغېزمنه وسله ده.``
په افغانستان كې د ناټو خطا
سټولټنبرګ په دې اړه د افغانستان نه د بېلګې په توګه په يادونې سره زياته كړه چې ``په افغانستان كې زموږ خطا دا وه چې د سيمه ايزو ځواكونو د روزنې پروګرام مو ناوخته پيل كړ.``
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.