روسیې جنګي الوتکه راوغورځیده

د روسیې جنګې الوتکې سقوط وکړ

461473
روسیې جنګي الوتکه راوغورځیده

د روسیې د پريمورسکي په سیمه کې سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکې د غورځیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

د روسیې د خبري رسنیو د خبر له مخې یوه سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکه چې د تعلیمي الوتنې په موخه الوتنه کړې وه د پریمورسکي په سیمه کې د کورونو ته نږدې غورځیدلې ده .

به خبر کې راغلي دي ګمان کیږي چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځیدلي وي.

د الوتکې پیلوټ په پراشوټ کې ځان غورځولی دی . پیلوټ ژوندی ژغورل شوی دی.

په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د ویلو ده چې تیر شپه په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو اړوند اف ۱۶ جنګي الوتکې د الوتنې پر مهال سقوط وکړ.

پدې پیښه کې هم چاته ځاني زیان نه وو اوښتی.



اړوند خبرونه