امریکا د داعش نامتو قومندان وواژه
امریکا د داعش ترهګرې یو تن بل جګپوړی وواژه
امریکا متحده ایالتونو د داعش ترهګرې ډلې د یو بل نامتو قومندان د وژلو نه خبر ورکړ.
امریکايي ویلي دي چې د پنجشنبې په شپه يي د حاجي امام په نامه د داعش ترهګرې ډلې نامتو قومندان په یو هوايي برید کې وواژه.
ویل کیږي حاجي امام د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال په توګه هم دنده ترسره کوله.
امریکا د نوموړي پر سر ۷ میلیونه ډالره جایزې ایښې وه. امریکا ویلي وو که چیرې هر څوک د حاجي امام د ځای او یا هغه په اړه ورته معلومات ورکړي ۷ میلیونه ډالره جایزه به ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا د داعش دویم جګپوړی قومندان دی چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل کیږي.
امریکا تیره میاشت د داعش ترهګرې ډلې د جنګ وزیر ابو عمر الچیچیني په یو هوايي برید کې وواژه.
ابو عمر الچیچیني د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي تر ټولو نږدې کس او قوي قومندان او د جګړې وزیر وو.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې کابینه به په سیستماتیکه توګه له منځه یوسي.