په عراق او سوريه كې فرانسوي داعشيان

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې په عراق كې او سوريه كې د داعش د ليكو سره يو ځاى شوي شاوخوا ۶۰۰ فرانسويان له نږدې څاري.

455137
په عراق او سوريه كې فرانسوي داعشيان


د فرانسې د بهرنيو چارو وزير څرګنده كړه چې په عراق كې او سوريه كې د داعش د ليكو سره يو ځاى شوي شاوخوا ۶۰۰ فرانسويان له نږدې څاري. منويل والس وويل چې دې كسانو نه ۲۸۳ تنه يې ښځې، او ۱۸ تنه يې ماشومان دي.

والس ددې هېواد د والټرلو په ښار كې خبريالانو ته وويل چې ټول ۶۰۸ تنه فرانسويان د داعش په ليكو كې جنګيږي. ددې كسانو نه ۱۶۸ تنه يې په جګړو كې وژل شوي هم دي.

د نوموړي په وينا تر اوسه پورې ۳۰۰ تنه فرانسويان د داعش په ليكو كې د جګړې د كولو نه وروسته بېرته فرانسې ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې لږ تر لږه ۸۰۰ نور فرانسويان په پلان كې لري چې سيمې ته لاړ شي او د داعش سره يو ځاى شي.



اړوند خبرونه