شمالي کوریا د اوږد واټنه توغندیو لپاره اټومي سرګلولې جوړې کړې

د شمالي کوریا دې څرګندونو په نړۍ کې جدي اندیښنې پارولي دي

447375
شمالي کوریا د اوږد واټنه توغندیو لپاره اټومي سرګلولې جوړې کړې

شمالي کوریا چې یو څه موده د مخه د اوږد واټنه توغندي سره مصنوعي سپوږمه کۍ فضا ته توغولې وه ددې نوي ګام سره يي په نړۍ کې جدي اندیښنې پارولي دي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نوموړو اوږد واټنه توغندیو لپاره د اټومي سرګلولو د جوړولو نه خبر ورکړ.

د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس KCNA د خبر له مخې ددې هیواد ولسمشر کیم جونګ اون د اټومي چارو د متخصصینو سره په لیدنه کې د اټومي وسلو په اړه معلومات واخیستل.

د شمالي کوریا مشر ددې لیدنه نه وروسته خبریالانو ته وویل چې هیواد يي د اوږد واټنه توغندیو لپاره د مناسبو اټومي سرګلولو په جوړولو قادر شوی دی . هغه ویلي دي چې متخصصین پدې بریالي شوي دي چې ددې توغندیو لپاره مناسبې اټومي سرګلولې جوړې کړي.

د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا مشر یو څه موده د مخه د امریکا او سویلي کوریا لخوا تر ټولو د سترو عسکري تطبیقاتو د پیلولو نه وروسته خپل پوځ ته اتومي وسلې کارولو ته د اماده کولو امر کړی وو.

همداشان شمالي کوریا ددې تطبیقاتو نه ددوی پر خلاف د اټومي برید د تیاریو په توګه یادونه کړې وه .

شمالي کوریا ویلي وو چې د اندکه خطر د احساسولو سره به په سویلي کوریا او امریکا د اټومي وسلو برید وکړ.



اړوند خبرونه