په ترکیه کې د سوریې لخوا توغول شوي ۶ توغندي وغورځیدل
په ترکیه کې د سوریې لخوا د راتوغول شوو توغندیو د لګیدو په پایله کې ۱ تن ژوند د لاسه ورکړ
446876
د ترکیې د کیلیس په ولایت کې د سوریې لخوا راتوغول شوي شپږ توغندي وغورځیدل. په پایله کې د یو تن د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د سوریې لخوا توغول شوي ۶ توغندي د ترکیې په خاوره کې وغورځیدل. د نوموړو ۶ توغندیو نه دوه په یوې تشې سیمه کې او یو يي په یو کور لګیدلی دی.
پیښه د ترکیې په وخت د ماسپخین په ۲ بجو رامنځته شوه.
ویل کیږي په پیښه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړ او څو تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان په امبولاسونو کې روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې ونیول شول.
د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.