حسن الترابي ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

نامتو عالم او سیاسي مشر حسن الترابي ژوند د لاسه ورکړ

445354
حسن  الترابي  ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د سوډان اسلامي غورځنګ او خلکو د کانګرې د ګوند مشر حسن الترابي ومړ.

حسن الترابي چې په سوډان کې د ۱۹۶۴ کال راهیسې د اسلامي غورځنګ مشري په غاړه درلوده په ۱۹۸۵ کال د عمر البشیر سره د اتفاق نه وروسته حکومت ته لار پیدا کړه. همداشان نوموړي وروسته د البشیر په سیاستونو د نیوکو له امله د البشیر لخوا د حکومت نه وویستل شو او د مخالف مشر په توګه يي فعالیت ته دوام ورکړ. هغه په سوډان کې اسلامي او سیاسي فعالیتونه کول.

همداشان حسن الترابي د تفسیر التوحیدي په نامه د قرانکریم تفسیر هم لیکلی دی. حسن الترابي ډیر زیات کتابونه او اسلامي اثار لیکلي دي چې ځینې په نړۍوالو ژبو ژباړل شوي دي.

د حسن الترابي د سوډان اسلامي غورځنګ ، د اسلامي تفکر اخلاص ، لمونځ ، سوډان اسلامي پروژه، د ځان نیوکې او بیا رغونې مسولیت او دیني اشعارو په نامه کتابونه په ترکي ژبه هم ژباړل شوي دي.



اړوند خبرونه