د كډوالو په اړه د پاپ `پاروونكې` څرګندونې
د نړۍ د كاتوليكانو روحاني مشر او د واتيكان رهبر پاپ فرانسيس اروپا ته د سوري كډوالو د تګ په اړه د څرګندونو له امله د پراخه غبرګون سره مخامخ شو.
د نړۍ د كاتوليكانو روحاني مشر او د واتيكان رهبر پاپ فرانسيس اروپا ته د سوري كډوالو د تګ په اړه د څرګندونو له امله د پراخه غبرګون سره مخامخ شو.
پاپ په اروپا كې د كډوالو د كړكېچ په ترڅ كې روانو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې د `` عربانو د يرغل`` سره مخامخ يو. پاپ چې د واتيكان د رسمي ورځپاڼې `اوسېرواتور رومانو` سره خبرې كولې وويل چې ``له منځني ختيځه د اروپا پر لور د كډوالو راتګ يو ټولنيز حقيقت دى. نن ورځ دې ته د عربانو لخوا د يرغل په سترګه كتلى شو.``
پاپ زياته كړه چې ددې انساني ناورين د مخنيوي په موخه بايد ټول اروپايي هېوادونه سره اوږه په اوږه كار وكړي. د پاپ په وينا `` د ميدان د ګټلو لپاره بايد د ځينو كوچينو شيانو له لاسه وركول خپل عادت وګرځوو.``
د كډوالو په اړه د پاپ نوو څرګندونو د منځني ختيځ په مسلمانو هېوادونو كې غبرګون راپارولى دى.اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.