اردوغان: تركيه افريقا ته د استعمار په سترګه نه ګوري
ولسمشر رجب طيب اردوغان د لويدېځې افريقا د سفر په وروستي تمځاى كې ګينه كې ددې هېواد د چارواكو سره وكتل.
اردوغان ددې هېواد د ولسمشر الفا كوندې سره د ليدنې نه وروسته په ګډې خبري غونډې كې وويل چې `` تركيه د ګينې هېواد ته لكه په تېرو كلونو كې د ځينو نورو هېوادونو لخوا د استعمارګر او يرغلګر هېواد په توګه نه بلكې د دوستۍ او ورورۍ په فضا كې راغلې ده. ګينې ته د دوست سربېره د ورور هېواد په سترګه ګورم.``
له دې هېواده د اردوغان د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د چارواكو ترمېنځ ۹ بېلابېل تړونونه لاسليك شول.
اوسمهال د ګينې د هېواد سره د متقابلې سوداګرۍ حجم ۶۹ ميليونه ډالره دى چې دا شمېره به په لومړي پړاو كې ۲۵۰ ميليونو او بيا وروسته ۵۰۰ ميليونو ډالرو ته لوړ شي. سربېره پر دې به د جون په مياشت كې د تركيې د هوايي كرښو شركت دې هېواد ته مستقيم سفرونه هم پيل كړي.
د ګينې ولسمشر الفا كوندې په خبري غونډه كې د اردوغان د ليدنې نه د خوښئ د څرګندولو ترڅنګ وويل چې `` ښاغلى اردوغان نه يواځې د تركيې د ولسمشر په توګه بلكې د يو مسلمان ورور په توګه دلته راغلى دى. دا ليدنه د ګينې د خلكو لپاره لوى درس دى. د نوموړي نه به ډېر څه زده كړو.``
ولسمشر اردوغان ددې هېواد د ولسمشر كوندې د زېږېدو د كليزې په مناسبت د ګينې پلازمېنې ته ۵۰ ښاري بسونه وركړل.
د ګينې هېواد چې د افريقا د لويې وچې په لويديځ كې پروت دى، د كانونو او زېرمو له پلوه شتمن هېواد بلل كيږي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.