روسیې جنګي الوتکه راوغورځیده
د روسیې سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ
441976
![روسیې جنګي الوتکه راوغورځیده](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d0e2/0376/2a58/56d54dd52d92a.jpg?time=1718731877)
د روسیې د پوځ اړوند سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکه د نوموړي هیواد په سویل کې د سټاوروپول په سیمه کې راوغورځیده. په پیښه کې د الوتکې پیلوټ هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د روسیې د تاس خبري اژانس د دفاع د وزارت له قوله لیکلي دي چې ددوی یوه جنګي الوتکه د سټاورپول په سیمه کې د نامعلوم لامل له امله غورځیدلې ده . د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په الوتکه کې مهماتو شتون نه درلود او په یوې دښته کې غورځیدلې ده . په پیښه کې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی .
په څرګندونو کې راغلي دي چې الوتکه په سیمه کې د یوې هوايي هډې نه د تعلیمي الوتنې په موخه پورته شوې وه چې د نامعلوم له امله غورځیدلې ده .
د پیښې د څیړنې په خاطر د کوماندو د متخصصینو نه یوه ځانګړې ډله په دنده ګمارل شوې ده .