پاكستان په اسلامي ايتلاف كې د خپل غړيتوب نه خبر نه دى.

په داسې حال كې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي ايتلاف د جوړولو خبر ټولې رسنۍ مشغولې كړي دي، پاكستاني مقاماتو پدې ايتلاف كې د غړيتوب نه بې خبري ښودلې ده او دا يې د حيرانتيا وړ بللې ده.

412174
پاكستان په اسلامي ايتلاف كې د خپل غړيتوب نه خبر نه دى.

د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت سكرتر اعجاز چودري د رسنيو سره په خبرو كې وويل چې په اسلامي ايتلاف كې د خپل هېواد د غړيتوب په اړه بې خبره دي او دا ورته د حيرانتيا وړ ده. نوموړي زياته كړه چې په رياض كې يې خپل سفير ته هدايت وركړى دى تر څو د موضوع په اړه څېړنې وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې د مالېزيا او اندونېزيا هېوادونو هم په ايتلاف كې د رسمي غړيتوب په اړه تصميم نه دى نيولى. ددې هېوادونو چارواكو ويلي دي چې اړوندو څېړنو نه وروسته به پرېكړه وكړي چې په ايتلاف كې ګډون وكړي او كه نه.
په ورته ډول د لبنان هېواد هم د ورته ماجرا سره مخامخ دى. ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت چارواكو وويل چې د اسلامي ايتلاف په اړه دوى ته معلومات نه دې وركړل شوي. ددې وزارت په اعلاميه كې راغلي دي چې د ايتلاف د جوړولو په برخه كې له دوى سره مشوره نه ده شوې.
د ايتلاف منقدين
د اسلامي ايتلاف ځينې منقدين بيا وايي چې د ايران، سوريې او عراق په څېر د هېوادونو نه ګډون به د سني – شيعه ترمېنځ كړكېچ نور هم زيات كړي. همداراز ايتلاف غواړي چې په هغو هېوادونو كې عمليات وكړي چې ددې ايتلاف غړيتوب نه لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه