د سوريې د جګړې اصلي ګټونكي

په داسې حال كې چې په سوريه كې د تېرو ۴ كلونو راهيسې په سوريه كې روانه كورنۍ جګړه په يو نړيوال كړكېچ باندې بدله شوې ده، ددې جګړې اصلي ګټونكي بيا بې شكه چې د وسلو توليدوونكي شركتونه دي.

410074
د سوريې د جګړې اصلي ګټونكي

د ستاكهولم د سولې د څېړنو نړيوال مركز (SIPRI)چې د وسلو سوداګري له نږدې څاري په خپل وروستي راپور كې له دې حقيقته پرده پورته كړله.
په نړۍ كې د وسلو د سوداګرۍ د راپور له مخې كه څه هم د نړۍ د وسلو جوړولو د تر ټولو لويو ۱۰۰ شركتونو د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ كلونو اقتصادي ګټه ۱،۴ سلنه لږه شوې ده خو ددې سره سره د وسلو سوداګري اوس هم د نړۍ تر ټولو ګټور مسلك بلل شوى دى.
په داسې حال كې چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ګدون د لوېدېځې اروپا د وسلو جوړولو شركتونه اوس هم د نړيوال بازار ۸۰ سلنه په خپل واك كې لري، د پاتې نړۍ شركتونه هم د پراختيا په حال كې دي.
د وسلې جوړولو روسي شركتونو د تېر كال ګته ۵۰ سلنه زياته شوې ده. همداراز د تركيې په ګډون د برازيل، هندوستان، چين او روسي د هېوادونو شركتونه د پراختيا په حال كې دي.
د يادولو وړ ده چې د نړۍ د تر ټولو لويو ۱۰۰ شركتونو ترمېنځ د تركيې دوه شركتونه هم شامل دي. د تركيې د الكترونيكي صنايعو شركت اسلسان او د ټانك جوړولو شركت په تېر كال كې خپله ګټه ۵ سلنه زياته كړې ده.
د نړۍ د وسلو جوړولو تر ټولو لوى شركت بيا د امريكا د متحدو ايالتونو اړوند لاكهيډ مارتين نوميږي چې په ۲۰۱۳م كال كې يې د ۳۷ ميلياردو ډالرو په اندازه او په ۲۰۱۴م ميلادي كال يې د ۳۵ ميلياردو ډالرو په اندازه وسله پلورې ده.
پوهان وايي چې د عربي پسرلي د پيل راهيسې او په تېره بيا په سوريه كې كورنۍ جګړې ددې زمينه برابره كړې ده چې د وسلو سوداګري د بل هر سكتور په پرتله لا زياته ګټه وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه