هالنډ او فرانسې ته د داعش د بريدونو په اړه خبردارى

تركي استخباراتو داسې معلومات ترلاسه كړي دي چې د داعش ترهګره ډله په هالنډ او فرانسه كې د نوو ترهګري بريدونو لپاره تيارى نيسي.

362319
هالنډ او فرانسې ته د داعش د بريدونو په اړه خبردارى

د استخباراتي معلوماتوو په اساس د داعش د ډلې يو شمېر لوړپوړو چارواكو د عراق د موصل په ښار كې د يوې غونډې په ترڅ كې په پورتنيو هېوادونو باندې د بريدونو پر پلان خبرې اترې كړي.
تركي استخباراتو د بريدونو د پلان په اړه د هالنډ او فرانسې هېوادونو ته خبردارى وركړى دى او د اړوندو امنيتي تدابيرو د نيولو وړانديز يې كړى دى.
د داعش د ترهګرې ډلې لخوا د پاريس د بريدونو نه وروسته چې په كې ۱۳۲ تنه ووژل شول، په اروپا كې د يو لړ نوو بريدونو د پلانونو د جوړولو په موخه په موصل كې غونډه وكړه.
د تركيې د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس د داعش د ترهګرې ډلې د لازقيې د نظامي اتشې مرستيال ابو قتاده تونسي چې مستعار نوم يې حازم بن علي عبدالسلام دى او د تونس تابعيت لري د داعش د نورو مشرانو سره په موصل كې ليدنه وكړه او په اروپا كې د نوو بريدونو د ترسره كولو په موخه خبرې اترې وكړې.
ابو قتاده چې پخوا په فرانسه كې هم اوسېدلى دى، په يونان كې دوه تنه اورپكي لري او غواړي چې د دوى په واسطه په هالنډ او فرانسه كې ځانمرګي بريدونه ترسره كړي. نوموړي همداراز ويلي دي چې په اروپا كې د داعش پټې ډلې هم شته دى چې اوسمهال د بريدونو د پلان د ترلاسه كولو لپاره انتظار وباسي.
د تركيې استخباراتي چارواكو د احتمالي بريدونو په اړه د هالنډ او فرانسې استخباراتو ته معلومات وركړي دي او د اړوندو تدابيرو د نيولو وړانديز يې كړى دى.
ويل كيږي چې تركي استخباراتو پخوا هم د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې د يو تن بريد كوونكي په اړه ددې هېواد چارواكو ته معلومات وركړي ول خو دوى پرې غور نه وو كړى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه