د ګامبیا ولسمشر په هیواد کې اسلامي دولت اعلان کړ

د ګامبیا هیواد په یو اسلامي دولت باندې بدل شو.

407011
د ګامبیا ولسمشر په هیواد کې اسلامي دولت اعلان کړ

د ګامبیا هیواد جمهوري نظام په اسلامي دولت باندې بدل شو.
د ګامبیا ولسمشر جامع ، خپل هیواد د اسلامي دولت په توګه رسمآ اعلان کړ.
هغه وویل چې د اسلامي دولت په توګه د هیواد د اعلانیدو پریکړه به په هیواد کې د میشتو لږه کیو په ازادیو او حقونو هیڅډول منفي اغیزې ونکړي.
د ګامبیا ولسمشر یحیی جامع وویل ، ً د هغه هیواد تقدیر چې د الله لخوا لیکل شوی وي باید اسلامي هیواد وي چې د همدې امله د نن نه په اعتبار سره هیواد د اسلامي دولت په توګه رسمآ اعلانوو.ً
د لویدیځې افریقا هیواد د ګامبیا ولسمشر دا څرګندونې په ساحلي ښار بروفوت کې وکړې. هغه وویل چې موږ مسلمانان یو او د هیواد تقدیر هم د الله تبارک و تعالی لخوا لیکل شوی دی چې د همدې امله د نن نه په اعتبار سره په هیواد کې جمهوري نظام پایته ورسید او اسلامي دولت اعلانوو.
هغه وویل موږ یو داسې اسلامي دولت اعلانوو چې د خپلو ټولو وګړو حق او ازادیو ته پوره درناوی ولري.
د ګامبیا د ولسمشر څرګندونې د ولسمشرئ د ماڼئ په رسمي انټرنټ پاڼه کې خپرې شوې. د ویلو ده چې د ګامبیا ولسمشر یحیی جامع د ۱۹۹۴ کال راهیسې ددې هیواد مشري په غاړه لري.
د رسمي شمیرو له مخې ګامبیا چې یو نیم میلیون تنه نفوس لري ۹۰ سلنه يي مسلمانان دي.
د نوموړي هیواد په مطبوعاتو کې په خپرو شوو خبرونو کې د ولسمشر له قوله ددې خبرې په ټینګار لیکل شوي دي چې د اسلامي دولت اعلانیدل به په هیواد کې د نورو دینونو او مذهبونو په لارویانو کومه منفي اغیزه ونکړي. د هغوې حقوق او ازادي به د نورو هیوادوالو په څیر یو شان وي. په هیواد کې به د هیچا ترمنځه توپیر ونشي.
د ګامبیا ولسمشر ویلي دي چې په هیواد کې د مسیحیان به د پخوا په څیر خپلو کلیساګانو ته ځي او خپل عبادات به پر ځای کوي. همداشان د اسلامي دولت د اعلانیدو سره به په هیواد کې د ښځو په جامو باندې ځینو محدودیتونو لګولو ته اجازه ورنکړي.
د یادولو وړ ده چې په افریقا کې بل اسلامي دولت د موریتانیا هیواد دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه