د یونان په اوبو کې د کډوالو کښتئ ډوبه شوه

د یونان په اوبو کې د کډوالو د کښتئ د ډوبید له امله یو ځل بیا د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه

404562
د یونان په اوبو کې د کډوالو کښتئ ډوبه شوه

د یونان په اوبو کې یو ځل بیا د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه .
د ترکېې د ایدن ولایت د دیدم د ولسوالئ نه د یونان پر لورې روانه د کډوالو کښتئ د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې په اوبو کې ډوبه شوه .
پدې پیښه کې ۲۶ تنه ژوغورل شوي ، د ۱۱ تنو مړي د اوبو نه راویستل شوي او ۱۳ تنه اوس هم لادرکه دي.
پیښه د یونان په اوبو کې رامنځته شوې ده . د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د یونان د سواحلو امنیتي ځواکونو او د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې او د کډوالو په ژغورلو يي پیل وکړ.
په پیښه کې ۱۱ تنه مړه او ۱۳ تنه نور لادرکه شوي دي. په پیښه کې د وژل شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي .
د لا درکه شوو ۱۳ تنو کډوالو د موندولو په خاطر د پلټنې عملیات دوام لري.
د یادولو وړ ده چې پرون د ترکیې د ازمیر ولایت د چشمې د ولسوالئ په سواحلو کې هم د کډوالو یوه کښتئ چې یونان ته يي د تلو هڅه کوله ډوبه شوې وه چې له امله يي ۶ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
ددې پیښې قربانیان ټول افغانان ول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه