د پوتین داعش ډلې ته ګواښ وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د اټومي وسلو د کارولو ګواښ وکړ.

404835
د پوتین داعش ډلې ته ګواښ وکړ


پوتین پدې اړه ویلي دي ً هیله لري چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا پیدا نشي . ً
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دفاع وزارت ته د داعش پر خلاف په مبارزه کې د دوی لخوا د کاریدونکو وسلو د ارزولو دنده ورکړې ده .
پوتین تیره ورځ د خپل دفاع وزیر سرګي شویګو سره په لیدنه کې د هغه نه په سوریه کې د داعش پر خلاف د روانې مبارزې په اړه پوره معلومات واخیستل.
پوتین چې د دفاع وزیر په سوریه کې د داعش پر خلاف د دوی لخوا د کاریدونکو وسلو د ارزولو په دنده ګمارلی دی وویل چې د داعش سره د نښتې پر مهال د هرې وسلې چې څه ډول اغیزې او کار کوي په اړه جلا جلا راپور جوړ کړي. هغه وویل چې موږ باید د خپلو وسلو په اغیزو او کار کولو ښه پوه شو. د دفاع وزیر پوتین ته وویل چې د سمندر نه توغول شوي د کروز په نامه توغنديو خپلې ښې اغیزې په اثبات رسولي دي.
هغه ویلي دي چې دا نوي توغندي هم ډیر پرمختللي او هم ښې اغیزې لري.
اوس پوره باور لرو چې دا حساسې وسلې هم د نورمالو او هم د اټومي سرګلولو د انتقال ظرفیت لري.
د لیدنې په پای کې پوتین بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې هیله لري چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا پیدا نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه