د دونالد ترومپ د څرګندونو په اړه غبرګونونه

په امریکا کې د ولسمشرئ لپاره د جمهوریت پلوو د نوماندانو نه د دونالد ترومپ څرګندونو د امریکا متحده ایالتونو سربیره په نړئ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

404933
د دونالد ترومپ د څرګندونو په اړه غبرګونونه

دونالد ترومپ چې چې د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو مسلمانانو باندې بریدونه کړي وو په وروستیو څرګندونو کې امریکا ته د مسلمانانو په ننوتو په کامله توګه د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.
د دونالد ترومپ دې څرګندونو د مسلمانانو سربیره پخپله په امریکا کې هم غبرګونونه پارولي دي . سپینې ماڼئ د دونالد ترومپ ددې څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
د سپینې ماڼئ ویاند جوش ایرنیست د دونالد ترومپ د څرګندونو په اړه په غبرګون کې وویل چې په اصل کې د دونالد ترومپ دا څرګندونې چې ویلي دي امریکا ته باید د مسلمانانو په ننوتو بندیز ولګول شي د هغه نه باید د نوماندئ دنده او صلاحیت واخیستل شي. د هغه دا څرګندونې به ولسمشرئ ته د رسیدو پر وړاندې هغه ته لوی خنډ جوړ کړي.
ویاند وویل ، مهمه خبره داده چې جمهوریت پلوي د دونالد ترومپ ددې څرګندونو په اړه څه ډول غبرګون ښايي، ایا هغه کثافتدانئ ته غورځوي او که نه؟
د ویلو ده چې د میلیاردر نوماند ترومپ څرګندونو د جمهوریت پلوو په منځ کې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.
د جمهوریت پلوو نه سناتور جان مکین د ترومپ ددې وړاندیز نه د حماقت په توګه یادونه کړې ده . هغه وویل چې ما پخپل ژوند کې داسې حماقت لیدلی ندی. خو هغه وویل چې د ولسمشرئ په ټاکنو کې به د جمهوریت پلوو نه ملاتړ وکړي که چیرې ترومپ هم نوماند شي.
همداشان د امریکا د ولسمشر پخوانیو مرستیالانو نه جمهوریت پلوي دیک چیني بیا په یوې راډیويي خپرونې سره په مرکه کې ویلي دي چې د ترومپ ټول کړه وړه او وړاندیزونه په اصل کې د امریکا د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د بله پلوه د امریکا د ولسي جرګې ریس پاول ریان بیا وویل چې دا ډول څرګندونې محافظه کاري نده ، د ترومپ دا وړاندیز په اصل کې هغه شی دی چې نه ترینه د جمهوریت پلوو ګوند او نه هم ترینه هیواد دفاع کوي.
همداشان د جمهوریت پلوو د ګوند نه د ولسمشرئ لپاره نورو نوماندانو هم د ترومپ دا څرګندونې په کلکه توګه وغندلې. د جمهوریت پلوو نه بل نوماند جب بوش د ترومپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې هغه عقلي ناروغي لري چې د همدې امله د هغه سیاسي وړاندیزونه هم کوم ارزښت نلري.

د بله پلوه نن  د افغانستان ولسي جرګې هم  د دونالد ترومپ  د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه