په سينګاپور كې د امريكا جاسوسي الوتكې

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت پرېكړه وكړه چې د سينګاپور په هېواد كې خپلې جاسوسي الوتكې ځاى پر ځاى كړي.

403447
په سينګاپور كې د امريكا جاسوسي الوتكې


د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت پرېكړه وكړه چې د سينګاپور په هېواد كې خپلې جاسوسي الوتكې ځاى پر ځاى كړي.
دا پرېكړه د دواړو هېوادونو د دفاع د وزيرانو په غونډه كې چې په واشنګټن كې ترسره شوه، وشوه.
د دواړو هېوادونو نظامي چارواكو په يوې ګډه اعلاميه كې څرګنده كړه چې د دسمبر د مياشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به د سينګاپور په ټاپوګانو كې د امريكا جاسوسي الوتكې ځاى پر ځاى شي.
په سوېل لوېديځې آسيا كې د امريكا د نظامي فعاليت د زياتېدو اصلي په سيمه كې د چين د نظامي فعاليت كنترول ښودل شوى دى. د امريكايي خبري رسنيو د معلوماتو په اساس دا جاسوسي الوتكې به د جنوبي چين په بحيره كې د چينايي چارواكو نظامي فعاليتونه له نږدې وڅاري.
د چين حكومت د جنوبي بحيرې په يوې زياتې برخې باندې د ملي حاكميت دعوا كوي چې د جاپان، مالېزيا، سينګاپور او داسې نورو هېوادونو د ناراحتۍ سبب شوي دي.
چين په بحيره كې د يو زيات شمېر مصنوعي ټاپوګانو په جوړولو سره غواړي چې دا بحيره كنترول كړي. د جنوبي چين بحيره د لوديځ او پاسفيك د هېوادونو ترمېنځ د سوداګرۍ مهمه لاره بلل كيږي چې د امريكا د ملي ګټو له پلوه هم خورا اهميت لري.
تر اوسه پورې چينايي مقاماتو د امريكا ددې اقدام په اړه څه نه دي ويلي خو داسې ښكاري چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ به نظامي اړيكې نورې هم پسې ترينګلې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه