په الوتكه كې د بم د شك له امله بېړنۍ ناسته

يو مسافر وړونكې الوتكه چې د جرمني د برلين له ښاره د مصر د الغردقه ښار ته روانه وه، په كابين كې د چاودېدوكو موادو د شك په پايله كې د هنګري په پلازمېنه بوداپست كې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

403058
په الوتكه كې د بم د شك له امله بېړنۍ ناسته

تر اوسه پورې د پېښې په اړه جزييات نه دې خپاره شوي خو د هنګري د پوليسو يوې وياندې ويكتوريا كواسكس پېښه تاييد كړه او ويې ويل چې اوسمهال پوليس د مسافرينو او الوتكې تلاشۍ ته دوام وركوي.
دا چې الوتكه د كوم هوايي شركت پورې اړه لري، په دې اړه تر اوسه پورې معلومات نشته دى خو ويل كيږي چې د يو اروپايي شركت اړوند الوتكه به وي.
د پېښې د لامل او جزيياتو په اړه معلومات په لاس كې نشته دى.
د يادولو وړ ده چې شاوخوا ۲ مياشتې وړاندې د روسيې د هېواد اړوند يو مسافر وړونكې الوتكه چې د مصر د شرم الشيخ له ښاره د روسيې د سن پيټرزبورګ پر لور روانه وه، د داعش لخوا په كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو موادو د چاودنې په پايله كې يې سقوط وكړ او ۲۴۴ تنه سپرلۍ يې ووژل شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه