سويډن افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنوي.

سویډن په هیواد کې د افغان کډوالو د شمیرې د راټیټولو په خاطر د افغانستان سره په تفاهم ورسید.

358793
سويډن افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنوي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سویډن ته د خپل سفر په ترڅ کې په پلازمینه ستوکخلم کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر ستیفن لوفین سره ولیدل.
د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. د سویډن لومړي وزیر پدې خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان سره د ترسره شوي تفاهم او تړون له مخې هغه افغان کډوال چې په سویډن کې د پناه غوښتنې وړاندیز رد شوی وي بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي.
هغه وویل چې د نوموړو کډوالو چې بیرته خپل هیواد ته استول کیږي د امنیت په مسله کې د افغانستان د حکومت لخوا ضمانت شوی دی. افغان حکومت ویلي دي چې ددې کډوالو د امینت ضمانت کوي.
هغه وویل چې هیواد ته یو زیات شمیر بې سرپرسته کډوال چې ماشومان دي راغلي دي.
د ویلو ده چې سویډن د افغان حکومت سره د لاسلیک کړي دې تړون په مقابل کې د مرستو ژمنه کړې ده .
سویډن به په افغانستان کې د بڼسټیزو چارو ، نوي استخدام او خلکو د ژوند د کچې د لوړولو په برخه کې پانګه اچونې او مرسته وکړي.
د رسمي شمیرو له مخې یواځې سږ کال ۳۶ زره تنه افغان کډوال سویډن ته تللي دي چې ددوی نه جمع نه ۲۱ زره تنه يي بې سرپرسته ماشومان دي چې په یواځې ځان نوموړي هیواد ته تللي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه