په تركيه كې د پاريس د بريدونو د يو شكمن نيول

د پاريس د بريدونو يو تن شكمن چې ويل كيږي د كشف دنده يې درلودله د تركيې په سويلي ښار انتاليا كې د امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شو.

420081
په تركيه كې د پاريس د بريدونو د يو شكمن نيول

دا اروپكى چې احمد دهمني نوميږي د مراكش د هېواد تابعيت لري او غوښتل چې سوريې ته واوړي. د دهمني سره دوه تنه سوريان هم نيول شوي دي چې د نورو بريدونو د پلانولو په برخه كې مرسته كوله.
د لومړنيو معلوماتو له مخې پر دهمني تور لګول شوى دى چې د پاريس د بريدونو نه وړاندې يې په سيمه كې د كشف دنده درلودله. د نوموړي د هداياتو مطابق بريد كوونكو په اړوندو سيمو باندې بريدونه ترسره كړي دي.
۲۶ كلن احمد دهمني په داسې حال كې ونيول شو چې د انتاليا له ښاره يې د سوريې پر لور د تېښتې پلان درلود. نوموړى د تركيې د پوليسو د نږدې څارنې لاندې وو چې د انتاليا د ولايت په يو ۵ ستوريز هوټل كې ځاى پر ځاى شو.
پوليسو دهمني د دوو تنو سوري هېوادوالو سره چې غوښتل يې نوموړى سوريې ته انتقال كړي، ونيولو. ويل كيږي چې سوريانو دنده درلودله چې دهمني د جعلي پاسپورت سره سوريې ته يوسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه